IQNA

 په مصر کې د احمد عمر هاشم  په خط د قرآن د تفسیر مخ کتنه 

14:44 - October 23, 2025
د خبر لمبر: 3491907
ایکنا – د ؛اهل مصر؛ پروګرام  د  لومړي ځل لپاره په تیر وخت کې د تازه مصری عالم  احمد عمر هاشم په خط د قرآن کریم د  تفسیر نسخه  افتتاح کړه.

ایکنانیوز د   له قوله راپور راکړ،  په دغه پروګرام کې  دشیخ احمد عمر هاشم د لاس لیکلي تفسیر چې  تالیف ئې  لس کاله وخت واخست ، مخ کتنه وشوه او ټينګار وشو چې دم صر په تیر وخت کې  دغه تازه عالم ، دخپل ژوند په اوږدو کې دغه تفسیر بشپړ کړ.

 دا د شیخ هاشم  یوه ترټولو غوره عملی بریا حسابیږی چې د هرې سورې دګټو او دتوضیحاتو  او  مختصر  تفسیبر ترکیب دی.

شیخ علاء هاشم( د مصر د خداي بخښلي عالم  وراره) ووئيل؛  ددغه تفسیر تالیف  د صادق احمد راشد ، چې یو غوره عالم دی، له آرمان سره اړونده  دی چې د  قرآن کریم د آیتون ود شرحې ماموریت شریف ئې  احمد عمر هاشم ته سپارلی ؤ.  

علاء هاشم په دوام کې ووئیل؛  دغه تفسیر  د الازهر د اسلامی څيړنو  کمپلیکس په وسیله په بشپړ ډول ارزول شوی دی، یو داسې بهیر  چې تقریبا شپږ میاشتې اوږد شو څو د قرآن کریم متن تائيد شي او ټاکل شوې ده ، د هغه دخپریدو لپاره  یو رسمي مجوز هم راتلونکې اونۍ ورکړل شي.

کشف تفسیر خطی قرآن جدید در مصر

د مصر یو متفکر او مبلغ  د ۱۹۴۱ کال د فرورۍ په شپږمه نیټه د مصر په بنی عامر کلي کې زیږدلی ؤ. هغه  پخپل ژوند کې د الازهر پوهنتون استاد ، په دغه پوهنتون کې د حدیثو د علومو او دحدیثو استاد، مصر د اسلامی څيړنو دټولنې غړی او د مصر د  ډيموکراټيک  پارلیمان پخوانۍ غړی ؤ .

د مصر دغه لوي عالم  د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په اومه نیټه  له نړئ سترګې پټې  کړې.

یاد او خاطره ئې تل ژوندئ.

https://iqna.ir/fa/news/4312018

captcha